۰

د چین، افغانستان او پاکستان ګده غونده کې د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیالوګ په څلورمې ګډې غونډه کې پر سولې، پراختیا او اقتصادي همکاریون خبرې اترې شوې دي.
د چین، افغانستان او پاکستان ګده غونده کې د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی
د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیالوګ په څلورمې ګډې غونډه کې پر سولې، پراختیا او اقتصادي همکاریون خبرې اترې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه درې اړخیزه غونډه پرون دوشنبې د لړم ۲۱ مه جوړه شوې او ګدوانوالو یې د افغان سولې په برخه کې د همکاریو په ډېروالي ټینګار کړی دی.

غوندې ته پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېوال ویلي، افغانستان، چین، او پاکستا طبیعي اتصال سره لري او د درېواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا به په سیمه کې د اقتصادي انقلاب سبب شي.

اسلام آباد کې افغان سفیر غوښتنه کړې، چې د سیمې هېوادونه په رښتینې توګه د افغانستان په ثبات او سوله کې همکاري وکړي.

په دغه غونده کې د سولې تر څنګ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو په پراختیا هم خبرې شوې او ویل شوی، چې درې واړه هېوادونه باید د دغه اړیکو د پراخېدو له پاره همکاري وکړي.

غونډې ته د پاکستان استازي مشاهد حسین ویلي چې د سیمې د پرمختګ او امنیت لپاره د افغانستان سوله او ثبات مهم دی او د سیمې هېوادونه باید دغه هېواد ته امن راولي.

نوموړي زیاته کړې، چین او پاکستان پرېکړه کړې چې د سیپیک په ستره پروژه کې افغانستان شریک کړي او دا به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي