۰

دوه نور طالب مشران هم د پاکستان له زندانه خوشي شوي دي

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
راپورونه وايي، د وسله والو طالبانو دوه نور لوړ پوړي کسان او قوماندانان د پاکستان له یوه زندانه خوشي شوي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
دوه نور طالب مشران هم د پاکستان له زندانه خوشي شوي دي
راپورونه وايي، د وسله والو طالبانو دوه نور لوړ پوړي کسان او قوماندانان د پاکستان له یوه زندانه خوشي شوي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو ته نېږدې سرچینو ویلي، خوشي شوي طالب مشران ملا عبدالصمد ثاني او صلاح الدین دي، چې پرون دوشنبې د لړم ۲۱ مه د پاکستان له زندانه خوشي شوي دي.

سرچینو ویلي، ملا ثاني چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مرکزي بانک رییس او د قوماندان امنیه قوماندان و تر خوشي کېدو وروسته د بلوچستان ایالت په کوټه کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې ملا عبدالصمد ثاني د طالبانو د مالي چارو مسوول و، چې د امریکا په غوښتنه پاکستان ونیوه او زندان ته یې واچاوه.

سرچینه وايي، ملا ثاني د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور تر وژل کېدو وروسته شاوخوا دوه کاله وړاندې په ګوټه ښار کې د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو.

بل طالب قوماندان چې پرون د پاکستان له زندانه خوشي شوی صلاح الدین نومېږي، چې په اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي د طالبانو د ټیټې کچې یو قوماندان وو.

دغه دوه طالب مشران پر داسې مهال خوشي کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبان د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له اته کاله بند وروسته د پاکستان له یوه زندانه خوشی شو.

ویل کېږي، له ملا برادر سره دوه نور طالب مشران هم خوشي شوي، چې د هغوی په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو ویل کېږي، چې ملا برادر تر زندان وروسته په کراچۍ کې تر درملنې لاندې دی.

راپورونه وایي، ملا برادر او دغه نور طالب مشران د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هڅو او غوښتنه خوشي شوي دي.

ولسمشر غني د ملا برادر د خوشي کېدو هرکلۍ وکړ، خو د پاکستان له زندانه یې د هغه خوشي کېدل د پاکستان له خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو کوچنۍ ګام وباله او ویې ویل، چې پاکستان باید په دې برخه کې ډېر څه وکړي، ځکه تر ټولو ډېر ترهګر او د ترهګرۍ مرکزونه لا هم په پاکستان کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي