۰

د مرکزي سیمو د امنیت له پاره د ملي امنیت ځانګړې قطعه جوړېږي

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
ټاکل شوې د مرکزي سیمو د امنیت د ټینګښت په موخه حکومت د ملي امنیت یوه ځانګړې قطعه رامنځ ته کړي.
د مرکزي سیمو د امنیت له پاره د ملي امنیت ځانګړې قطعه جوړېږي
ټاکل شوې د مرکزي سیمو د امنیت د ټینګښت په موخه حکومت د ملي امنیت یوه ځانګړې قطعه رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په همدې تړاو پرون دوشنبې د لړم ۲۱ مه ماښام ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ په غونده کې بحث وشو.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، په غونډه کې د مرکزي سیمو د امنیت د کابو کولو په موخه د ملي امنیت د یوې ځانګړې قطعې په رامنځ ته کولو خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونده کې د جاغوري، مالستان، ترینکوټ، خاص اروزګان، چهارسدې، پښتون کوټ، سروزې او المار ولسوالیو د امنیت په اړه هم بحث تر سره شو او امنیتي چارواکو دغه ولسوالیو ته د امنیتي ځواکونو او تجهیزاتو له لېږلو ډاډ ورکړ.

د مرکزي سیمو له پاره د ملي امنیت د ځانګړې قطعې پر سر خبرې پر داسې مهال کېږي، چې ولسمشر غني بامیانو ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې هم د یوې ۴۴۳ کسیزه ځانګړې امنیتي قطعې د رامنځ ته کولو حکم صادر کړ، چې د ملي امنیت تر چتر به لاندې وي.

د مرکزي سیمو د امنیت کابو کولو په موخه د ځانګړو قطعو د رامنځ ته کولو موضوع پر داسې حال مطرحه کېږي، چې په دې وروستیو کې په دغه سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

یوازې په تېرو څو ورځو کې د غزني په مالستان او جاغوریو او د اورزګان په خاص اروزګان ولسوالیو کې د جګړو له امله، ولسي وګړو، افغان ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي