۰
فیفا:

د ټاکنو کمېسیون ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتوالی نه لري

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۸
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ ادعا وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو چمتوالی نه لري.
د ټاکنو کمېسیون ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتوالی نه لري
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ ادعا وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو چمتوالی نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید نن دوشنبې د لړم ۲۱ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېته معلومه کړې، خو د دغه ټاکنو له پاره هېڅ ډول چمتوالی نه لري.
 
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې کمېسیون د څو ټاکنیزو پروسو په اړه چې په مخکې یې دي ځانګړی تصمیم نه دی نیولی، چې دې کار یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځند په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

رشید د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته په اشارې چې د ده په وینا پراخې درغلۍ په کې شوې او تر نیوکو لاندې دي، په کار وه، چې یوه اصلاحي کړنلاره رامنځ ته کړې وای او پر ټاکنیز بهیر یې د خلکو ډاډ تر لاسه کړی وای، خو کمېسیون له دغه څه سره بې تفاوته چلند کړی دی.
 
د فیفا اجرائیوي رییس زیاته کړه، چې همدا اوس هم د کمېسیون غړي او سیمه ییز چارواکي د ځینو سیاسي ډلو او او ځاي زورواکو تر سختو فشارونو لاندې دي چې کېدای شي دا په ټاکنو کې د پراخو درغلیو لامل شي، خو کمېسیون یې د مخنیوي له پاره هېڅ ډول تدابیر نه دي نیولي.

هغه په دې حال کې د کمېسیون له خوا په مرکز او ولایتونو کې د کمېسیون د اړونده کارکوونکو تغیر او تبدیل د پوښتنې وړ وباله او په دې اړه یې له کمېسیون څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د فیفا مسوولین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد دوه ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره پوره چمتوالی لري.

نوموړي و ویل، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه نېټه تر سره شي، چې د امنیت او بودیجې په اړه یې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي