پوځي چارواکي:

تیره یوه میاشت شمال کې له ۳۰۰ زیات وسله وال وژل شوي دي

21 عقرب 1397 ساعت 12:41

د پوځ چارواکي وايي، د هېواد په شمال او شمال لوېدیځ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر ۳۰۰ زیات وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پوځ چارواکي وايي، د هېواد په شمال او شمال لوېدیځ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر ۳۰۰ زیات وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د لړم ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېره یوه میاشت کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د پوځ په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپي طالبانو کې د هغوی ځینې مشهور قوماندانان هم شامل دي.

دغه راز د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۲۵ وسله وال نیول شوي هم دي او ۱۱ تنه نور یې د سولې له پروسې سره وی ځای شوي دي.

خبرپاڼه وايي، همدارنګه په عملیاتو کې د وسله والو ۹۷ عرادې نقله وسایط، ۱۷۱ میله سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110173

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110173/

جمهور
  https://www.jomhornews.com