۰
مشرانو جرګه:

افغان سوله او جګړه د امریکا او روسیې په لاس کې ده /افغان حکومت د مسکو له غونډې سمه ګټه پورته نه کړه

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
مشرانو جرګه وايي، افغان حکومت د مسکو د سولې غونډې د یوې کمزوري ټیم په لېږلو سره هغه ګټه چې باید له دې غونډې یې کړې وای، ونه کړه.
افغان سوله او جګړه د امریکا او روسیې په لاس کې ده /افغان حکومت د مسکو له غونډې سمه ګټه پورته نه کړه
مشرانو جرګه وايي، افغان حکومت د مسکو د سولې غونډې د یوې کمزوري ټیم په لېږلو سره هغه ګټه چې باید له دې غونډې یې کړې وای، ونه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لړم ۲۰ مې په غونډه کې و ویل، چې دوی د سولې په تړاو له هرې غونډې ملاتړ کوي، خو په وینا یې د مسکو غونډې د افغانستان له پاره وړ پایلې ونه درلودې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو او هدفونو په لټه کې دي او په مسکو کې همغه ډول غونده تر سره شوه، چې حکومت یې له امله څو میاشتې وړاندې د نه ګډون پرېکړه کړې وه.

ښاغلي مسلم یار و ویل«طالبان باید د مسکو له غونډې پوه شي، چې د سیمې هېوادونه
ښاغلي مسلم یار و ویل«طالبان باید د مسکو له غونډې پوه شي، چې د سیمې هېوادونه به تل له دوی ملاتړ ونه کړي، او نه به هم امریکا او ناټو تل د افغان دولت ملاتړ کوونکي وي، نو ښه به دا وي، چې د سولې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.»
به تل له دوی ملاتړ ونه کړي، او نه به هم امریکا او ناټو تل د افغان دولت ملاتړ کوونکي وي، نو ښه به دا وي، چې د سولې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.»

د مشرانو جرګې د رییس په وینا طالبانو هم له دې غونډې کوم داسې څه تر لاسه نه کړل، بلکې هغه غوښتنې یې وړاندې کړې، چې تر دې وړاندې یې په قطر کې له امریکايي چارواکو سره پر هغو خبرې کړې وې.

خو د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار بیا و ویل، چې حکومت له وړاندې په دې غونډه کې د نه ګډون پرېکړه کړې وه، خو بیا یې هم له دې غوندې ګټه پورته نه کړه ولې طالبانو له یوه لوړ نړیوال ځای څخه هلته خبرې وکړې.

د هغه په وینا افغان حکومت باید د طالبانو سره د دښمنۍ له مخې سوله وکړي نه د دوست تر عنوان لاندې ځکه ده څه مساله پېچلې کړې ده.

نوموړي پر روسیه هم نیوکه وکړه، چې په دې غونډې سره یې په یوه نه یوه ډول له طالبانو ملاتړ وکړ، او د دوی د دغه ملاتړ قرباني افغان ولس دی، چې هره ورځ وژل کېږي.

د جرګې غړي ګل احمد اعظمي هم ورته څرګندونې وکړې او ویل یې چې د مسکو په غونډه کې طالبانو په زغرده ویل چې ۸۰ سلنه خاوره یې تر واک لاندې ده، خو افغان حکومت یې په مقابل کې هېڅ ځواب نه درلود او همدا د کمزورې دیپلوماسې
د نوموړي په خبره د افغانستان جګړه بهرني اړخونه لري او تر څو لوی قدرتونه له دې ډلې امریکا او روسیه دغه جګړې ته د پای ټکی کېنږدي، حکومت او طالبان که وهم غواړي دا جګړه نه شي ختمولای.
نښې دي.

د نوموړي په خبره د افغانستان جګړه بهرني اړخونه لري او تر څو لوی قدرتونه له دې ډلې امریکا او روسیه دغه جګړې ته د پای ټکی کېنږدي، حکومت او طالبان که وهم غواړي دا جګړه نه شي ختمولای.

د مشرانو جرګې یو بل غړي نظر محمد فقیري بیا د مسکو غوندې ته په اشارې و ویل، چې په افغانستان کې جګړه او سوله د امریکا په لاس کې ده، او بل هېڅ هېواد نه شي کولای د امریکا پر وړاندې ودرېږي، چې په دې اوس عام افغان ولس هم پوهېږي.

باید و ویل شي، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه د تېرې جمعې د لړم ۱۸ مه جوړه شوه، چې په کې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي، د طالبانو استازو، د امریکا او سیمې د ۱۲ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کې طالبانو پر خپلو پخوانیو شرطونو د ټینګار تر څنګ له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد او له امریکا سره یې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.

خو د سولې عالي شورا پلاوی بیا د ولسمشر د سولې بې قید شرطه طرحه یو ځل بیا طالبانو ته وړاندې کړه او له هغوی یې وغوښتل، چې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي