۱

د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته معرفي شوه

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه د سناتورانو د مشوري نظریاتو په خاطر مشرانو جرګې ته ورمعرفي شوه.
د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته معرفي شوه
د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه د سناتورانو د مشوري نظریاتو په خاطر مشرانو جرګې ته ورمعرفي شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي نن د لړم ۲۰ مه د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته دغه بودجه وړاندې کړه، تر څو یې سناتوران په اړه خپل نظرونه وړاندېکړي.

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې له دې ډلې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د دولت عادي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې د پرمختیايي پروژو برخه ده.

د ۱۲۴ ملیارده پرمختیايي بودجې ۱۶ میلیارده یې اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري بودجه ده، چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

له دغه بودجې څخه به آقینې بندر او اندخوی د ریل ګاډي پټلیۍ، د برېښنا رسونې پروژې، د سړکونو جوړول او د اوبو بندونو جوړولو لګښت ورکول کېږي.

د ۱۳۹۸ کال بودجه د ۱۳۹۷ کال په پرته ۱۲ سلنه زیاته شوې، چې د مالیې د سرپرست وزیر په وینا دغه بودجه د دولت توان، د خلکو اقتصادي ښه والو ته په نړیوالو معیارونو برابره شوې ده، چې په کې د فساد د مخنیوي له پاره هم تدابیر نیول شوي دي.

د مالیې سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې و ویل، چې د نوي کال بودجه کې تر ‌ډېره د هېواد امنیتي، روغتیايي او د معارف سکتورونو ته زیاته پاملرنه شوې ده.

دا بودجه پر داسې مهال سنا مجلس ته وړاندې شوه، چې سناتورانو د ۱۳۹۷ کال په بودجه هم ګڼې نیوکې درلودې، خو د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، چې دغه بودجه د اساسي قانون سره سمه د سناتورانو د نظریاتو په خاطر لېږل شوې خو زیات صلاحیت په کې د ولسي جرګې دی.

هغه له سناتورانو وغوښتل، چې د ولسي جرګې سره په همغږۍ خپلې مشورې او نظریات په سمه توګه چوکاټ او په ملي بودجه کې د درج له پاره یې د هڅه وکړي.

باید و ویل شي، چې د ملي بودجې طرحه به تر پنځلس ورځو پورې سنا مجلس کې وي او تر هغې وروسته به د تصویب له پاره ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي