۰

د پیلوټ تېروتنې مسافر او هندي امنیتي ځواکونه و وېرول

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د ډیلي په هوايي ډګر کې د افغانستان د یوه هوايي شرکت د پیلوټ تېروتنې مسافر او هندي امنیتي ځواکونه و وېرول.
د پیلوټ تېروتنې مسافر او هندي امنیتي ځواکونه و وېرول
د ډیلي په هوايي ډګر کې د افغانستان د یوه هوايي شرکت د پیلوټ تېروتنې مسافر او هندي امنیتي ځواکونه و وېرول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ډهلي په هوايي ډګر کې دغه وېره پرون شنبې د لړم ۱۹ مه هغه مهال خوره شوه، چې د افغان اریانا هوايي شرکت د یوې الوتکې پیلوټ په تېروتنې د الوتکې د تښتول کېدو د خطر زنګ و واهه.

دغه ایف جي ۳۱۲ الوتکه له ډهلي څخه کندهار ته د الوت له پاره چمتو وه، چې ناببره یې پیلوټ په تېروتنې سره د تښتول کېدو سویچ کېکاږه.

له دې سره سم مسافر و وېرېدل او د هند د هوايي چلند امنیتی پروسونل تیار سی او تر الوتکې راچاپېر شول، خو وروسته په څرګندونه شوه، چې پیلوټ تېروتنه کړې ده.

د دغه تېروتنې له امله له ډیلي څخه کندهار ته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه تر خپل ټاکلي وخت دوه ساعته په ځنډ والوته.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي