۰

بادغیس کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي

یکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
کورنیو چارو وزارت بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دریو قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
بادغیس کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۳ وسله وال وژل شوي
کورنیو چارو وزارت بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دریو قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د لړم ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې جګړه شوې ده.

خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې په دې جګړه کې د دریو قوماندانو او یوه ماین جوړونکي په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي