۰

د امریکا کالفورنیا کې اورلګېدنې ۱۵۰ زره کسان کډه کړي

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۸
د امریکا کلفورنیا ایالت کې د اورلګېدنې له امله تر اوسه ۹ تنه وژل شوي او سلګونه زره نور کسان له خپلو کورنیو وتلو ته اړ شوي دي.
د امریکا کالفورنیا کې اورلګېدنې ۱۵۰ زره کسان کډه کړي
د امریکا کلفورنیا ایالت کې د اورلګېدنې له امله تر اوسه ۹ تنه وژل شوي او سلګونه زره نور کسان له خپلو کورنیو وتلو ته اړ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، کابو ۱۵۰ کلفورنیایانو د ځان ژغورې په موخه خپل کورونه پرېښي او بل ځای ته ګډه شوي دي.

اور یو ځای د کلفورنیا په شمال برخه او دوه ځایه نور هم د دې ایالت جنوب ته لګېدلي، چې د سیمه ییز چارواکو په وینا تر اوسه ۹ تنه په کې وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره دغه کسان په یوه موټر کې د تېښتې په حال کې و، چې د اور د لمبو خوراک شوی دي.

له دې سره په څنګ ویل کېږي، چې لسګونه موټر هم ورک شوي، چې ښايي مرګ ژوبله ورسره نوره هم لوړه شي.

راپورونه وايي، په سیمه کې شدید بادونه د دې سبب شوی، چې د اور لمن پراخه شي.

عیني شاهدانو ویلي، د پارادایس مکمل سوځېدلې او دغه راز یې د ملیبو ښار او ځینې نورې برخې زیانمنې کړې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه اور لګېدنه کې لسګونه مغازې، هټۍ او مارکېټونه هم سوځېدلي او تر اوسه اور کابو شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي