۰

پروان کې یوې ښځې خپل مېړه په تبر وژلی

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د پروان د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپل خاوند د تبر په ګذارونو وژلی دی.
پروان کې یوې ښځې خپل مېړه په تبر وژلی
د پروان د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپل خاوند د تبر په ګذارونو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لړم ۱۶ مه) د پروان ولایت مرکز اړوند په لغماني کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمنو سره د مبارزې مدیر محمد کاظم قاضي زاده وايي، په یاد کلي کې یوې مېرمن خپل خاوند چې مزدورکار و د تبر په ګذارونو سره وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، لومړني معلومات ښيي، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې.

د پروان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي، قاتله مېرمن نیول شوې او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي