۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو عملي پلان جوړېږي

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
افغان او پاکستاني چارواکو پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې، چې د دغه کډوالو د ایستلو له پاره به یو عملي پلان جوړ کړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو عملي پلان جوړېږي
افغان او پاکستاني چارواکو پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې، چې د دغه کډوالو د ایستلو له پاره به یو عملي پلان جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د مرستیالې مېرمن عالمي په مشرۍ افغان پلاوی پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د کډوالو چارو مسوولو چارواکو سره کتلي او پر افغان کډوالو یې ورسره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه ناسته کې دواړو غاړو هوکړه کړې، چې له پاکستان د کډوالو د ایستلو له پاره باید یو منظم پلان جوړ شي، څو په تدریجې او بشپړه توګه افغان کډوال بېرته خبل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو په دغه ناسته کې ژمنه کړې، چې د کډوالو د ایستلو لپاره به له فشار کار نه اخلي، خو باید په دې برخه کې جوړېدونکي پلانونه کارنده او عملي وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل ګډ پلان کې شپږ بیلابیلې کمیټې ځانګړې شوي، چې هره یوه یې په جلا توګه کارکوي.

د کډوالو چارو وزارت د مرستیال ویاند محمد رضا باهر په وینا په دې کمېټو کې یوه یې د وګړو ګمیټه ده، چې د کډوالو په برخه کې کار کوي او د دې برخې خبرې پرمخ وړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دمګړی په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه راجستر شوي او تر یو میلیون پورې ناراجستر شوي کډوال ژوند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي