۰

د ټوټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګونې هوکړه وشوه

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۸
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ټاپ ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګوونکي هوګړه لیک د افغان حکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.
د ټوټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګونې هوکړه وشوه
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دټاپ ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګوونکي هوګړه لیک د افغان حکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه تړون نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه په دلکشا ماڼۍ کې لاسلیک شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشرغني او لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او چالیکهولدېنګ ترکي شرکت ترمنځ پر دغه پروژې د پانګونې تړون لاسلیک شو.

سرچینه وایي، دا هوکړه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې تفاهمنامې په اساس لاسلیک شوې، له تورغونډۍ بندر نه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د افغانستان له پاره د مزي ظرفیت زر میګا واټه اټکل شوی دی، چې په دری کلونو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ویل کېږی، چې له دې لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

پر دې سربېره به د هېواد دننه له ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا نه د استفادې تر څنګ افغانستان، پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټ څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر ګټه هم تر لاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي