۰

د افغانستان بانک نن ۲۴ ميليونه ډالر لیلاموي

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
ټاکل شوې د افغانستان بانک نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه ۲۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول وپلوري او وايي دا کار د افغانۍ د ارزښت لوړولو په هدف کوي.
د افغانستان بانک نن ۲۴ ميليونه ډالر لیلاموي
ټاکل شوې د افغانستان بانک نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه ۲۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول وپلوري او وايي دا کار د افغانۍ د ارزښت لوړولو په هدف کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بانګ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په شرایطو برابر صرافانو او بانکونو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دغو داوطلبینو کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي اړ دي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پای پورې تصفیه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه صرافان چې تر اوسه یې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په توګه په ليلامونو کې د ګډون په موخه نه دي تحويل کړې، کولى شي له داوطلبي نه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي