۰

ننګرهار کې د داعش ډلې درې مهم غړي نیول شوي دي

شنبی ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې درې مهم او کلیدي غړي د ملي امنیت په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
ننګرهار کې د داعش ډلې درې مهم غړي نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې درې مهم او کلیدي غړي د ملي امنیت په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي، دغه درې داعشیان پرون جمعه د لړم ۱۱ مه د بهسودو ولسوالۍ، ننګرهار ښار او ثمرخېلو سیمو کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په یادو سیمو کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د داعش درې مهم غړي نیول شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا په نیولو شویو کسانو کې یو هم د داعش مالي مسوول چې خاصه دار نومېږي هم شامل دی.

خوږیاڼی وايي، خاصه دار د داعش د سیمه ییز مشر عبدالله خراسانی سره نېږدې اړیکې درلودې او هغه ته یې د پیسو راټولو برخې مسوولیت پر غاړه درلود او پر همدې پیسو یې بیا ترهګر فعالیتونه کول.

ننګرهار کې د داعش دا درې مهم غړي پر داسې مهال نیول کېږي، چې دغه ډلې په ننګرهار ولایت کې د ګڼو خونړیو بریدونو مسؤولیت پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي