۰

لغمان کې سېلابونو درې ماشومان وژلي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
لغمان ولایت کې د سخت اورښت او سېلابونو راوتلو له امله درې ماشومان وژل شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
لغمان کې سېلابونو درې ماشومان وژلي
لغمان ولایت کې د سخت اورښت او سېلابونو راوتلو له امله درې ماشومان وژل شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان چارواکي وايي، سېلابونه د لغمان مرکز مهترلام او ځينو ولسوالیو کې راوتلي دي.

د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي د لغمان مرکز کې د راوتلو سېلابونو ګڼ کورنه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي.

د هغه په وینا په الیشنګ ولسوالۍ کې بیا د سېلابونو له امله درې ماشومان وژل شوي، چې د دو جسدونه موندل شوي او یو لا هم ورک دی.

د والي ویاند زیاتوي، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو په موخه تدابیر نیول شوي او ډېر ژر به مرستې وروته ورسږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې څه موده وړاندې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خبردارۍ ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي