۰
ناټو:

روسیه دې د اټومي وسلو مهم تړون ته درناوی وکړي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
په داسې حال کې، چې امریکا له روسیې سره د اټومي وسلو له یوه مهم تړون څخه د وتلو ګواښ کړی، ناټو پر روسیه غږ کړي، چې د اټومي وسلو دغه مهم تړون ته درناوی وکړي.
روسیه دې د اټومي وسلو مهم تړون ته درناوی وکړي
په داسې حال کې، چې امریکا له روسیې سره د اټومي وسلو له یوه مهم تړون څخه د وتلو ګواښ کړی، ناټو پر روسیه غږ کړي، چې د اټومي وسلو دغه مهم تړون ته درناوی وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې او امریکا په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د منځني واټن وشتونکو اټومي توغندیو د نه پراختیا تړون کړی وو، خو امریکا وایي، روسیې په دې وروستیو کې له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

په همدې خاطر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، چې له دغه تړون څخه د امریکا وتل حتمي دي، ځکه تړون اول روسیې مات کړی دی.

روسیې د امریکا دغه ادعا په کلکه رد کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که امریکا له دغه تړون څخه و وځي، نو د اروپايي هېوادونو له پاره به دا کار خطرناګ تمام شي.

روسیه وايي، امریکا د تړون پر خلاف په ځینو اروپايي هېوادونو کې هغه توغندي نصب کړي چې د دواړو لورو تر منځ شته تړون یې د ځای پر ځای کولو اجازه نه ورکوي.

خو ناټو په تازه څرګندونو کې پر روسیه غږ کړی، چې د اټومي وسلو مهم تړون ته دې درناوی وکړي.

د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې د ناټو او روسیې د شورا ګډې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، پر وسلو د کنټرول هېڅ یو تړون به تر هغه اغېزمن نه وي چې دواړه لوري یې مراعات نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي