سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د لړم ۹ مه سهار مهال د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې رامنځ ته شوې.
د پروان د والي ویاند وجیده شهکار وايي، پېښه د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغې په وینا په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او درې ماشومان شامل دي.
نوموړې وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د پروان د ترافیکو چارواکي وايي، دغه ډول پېښې زیاتره وخت د موټر چلوونکو د بې پروايۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل