د بنګلدېش کرکټ لیګ سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي

7 عقرب 1397 ساعت 7:07

سږ کال د بنګلدېش کرکټ تجارتي سیالیو BPL ته ۷ افغان لوبغاړي پېرل شوي، چې په دغه لوبو کې به ولوبېږي.


سږ کال د بنګلدېش کرکټ تجارتي سیالیو BPL ته ۷ افغان لوبغاړي پېرل شوي، چې په دغه لوبو کې به ولوبېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د د بنګله دیش شپږم پړاو کرېکټ لیګ بولۍ پرون یکشنبې د لړم ۶ مه تر سره شوه، چې ورته تر ۳۰ افغان لوبغاړي ور وړاندې شوي وو، خو یوازې ۷ تنه ترې واخستل شول.

شهزاد محمد او نجیب الله ځدراڼ چټاکانګ لوبډلې، حضرت الله ځاځی ډهاکې، ګلبدین نایب سیلهیټ سیکسرز، قیس احمد رچشهي کینګنز، ظاهر خان کهلنا ټایټینز او وقارسلام خیل د کومیلا ویکټورینز لوبډلې له خوا پېرل شوي دي.

محمد نبي عیسی خېل، راشد خان ارمان، او مجیب ځدراڼ بیا د استرالیا په بېګ باش کې د لوبېدو له کبله بنګلدېش لیګ ته نه و وړاندې شوي.

باید و ویل شي، چې د بنګلدېش تجارتي سیالۍ به ۶۹ ورځې وروسته د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ په پنځمه نېټه پيل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109680

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109680/

جمهور
  https://www.jomhornews.com