د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې له افغانستان سره خپلې ترانزیټي اړیکې نورې هم پراخه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ارګاشیف چې پرون جمعه د لړم ۴ مه یې هرات کې د امنیتي خبرو اووم کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو، سوداګرۍ د ودې او د افغانستان له لارې د سیمې د نښلولو له هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ازبکستان به د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونو تر منخ د ترانزیټي اړیکو د پراختیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ارګاشیف زیاته کړه، چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو کې هم مرسته وکړي او په دې ډول افغانستان د آسیا پر یو پله بدل کړي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانکړی استازی عصمت الله ارگاشیف ټینګار وکړ، چې د ازبکستان سیاست په سیمه کې د سولې په ټینګیدو متمرکز دی او د افغان سولې په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.
باید و ویل شي، چې د هرات د امنیتي خبرو اووم دوه ورځنی کنفرانس د هرات د اختیارالدین خان کلا کې د افغان کارپوهانو او حکومتي چارواکو سربیره د ۱۵ هیوادونو د کارپوهانو په ګډون پرون پیل شوي، چې نن به پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل