۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی، تر څو د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه معلومات تر لاسه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی، تر څو د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جمال خاشقجي تېره اوونۍ ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګري ته تر ننوتو وروسته لادرک شو، چې ویل کېږي وژل شوی دی.

د خبریال جمال خاشقجی وژل کېدو د سعودي عربستان، امریکا او ترکیې اړیکې له دې امله خړې کړې، چې امریکايي او ترکیي چارواکي ګومان کوي، چې نوموړی د سعودي د چارواکو په لارښوونه وژل شوی دی.

اوس د همدې موضوع د څېړنو له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی تر څو له سعودي چارواکو په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړي.

سعودي ته د پمپیو د سفر په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، چې ډېر ژر به پمپیو سعودي ته ولاړ شي او دا موضوع به وڅېړي.

که څه هم د سعودي عربستان حکومت په دغه قضیه کې لاس لرل رد کړي خو ځینې راپورونه وايي، سعودي اوس پر دې کار کوي، چې یوه داسې اعلامیه ورکړي، چې ګنې جمال خاشقجي د پلټونو پر مهال وژل شوی دی.

باید و ویل شي، چې جمال خاشقجي یو له هغه سعودي خبریالانو، چې په خپلو لیکونو کې يې د سعودي عربستان پر اوسني حکومت نیوکې کولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي