۰

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې له خپلې دندې استعفا وکړ

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي نیکي هیلي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د هغې استعفا منلې ده.
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې له خپلې دندې استعفا وکړ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي نیکي هیلي له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د هغې استعفا منلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې ویلي، چې مېرمن هیلي په ښه ډول خپله دنده تر سره کړه خو راتلونکی کال به دغه دنده پرېږدي.

ولسمشر ټرم زیاته کړې، نیکي هیلي شپږ میاشتې وړاندې ورته ویلي، چې ګنې غواړي خپله دنده پرېږدي او د یو څه وخت له پاره آرام وکړي.

د هغه په وینا مېرمن هیلي به د روان میلادي کال تر پایه په ملګرو ملتونو کې پاتې کېږي خو تر درېیو اونیو پورې به د هغې ځایناستی وټاکل شي.

نوموړي نیکي هیلي ستایلې او ویلي یې دي، ده ته ډېر ارزښت لري، هغه په خپل کار کې عالي وه، ښه ښځه ده او بل ښه والی یې دا دی چې ژر په خبره پوهېږي.

۴۶ کلنې نیکي هیلي له دوو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده، دا چې ولې یې دنده پرېښوده په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.

خو هیلي په تېره اپرېل میاشت کې له سپینې ماڼۍ سره هغه مهال خوابدې شوه چې د ټرمپ یوه مرستیال و ویل، نیکي هیلي د روسیې پرضد بندیزونو لګولو کې بیړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي