سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه ولسي جرګې ته د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي په دفتر کې پر ټاکنیزه غونده شوې ده.
د هلمند د والي ویاند د صالح محمد اڅکزي په غونډه کې د چاودنې پخلی کړی خو د نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې ځینې راپورنه د امنیتی سرچینو له قوله وايي، چې دغه ځانمرګی برید و او په کې پنځه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دی.
امنیتي سرچینې زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې په خپل ټول توان به د ټاکنو ترسره کېدو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې هم په ورته یوه غونډه په ځانمرګي کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دغه برید مسؤولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.
جمهورخبري آژانس:هلمند