۰

پروان کې پر بهرنیو ځواکونو ماین چاودنه شوې ده

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
پروان کې پر بهرنیو ځواکونو ماین چاودنه شوې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره شپه (د تلې ۱۰مه) د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د نصرو کلا په سیمه کې شوې ده.

د بګرام ولسوال سیف الله بیدار وايي، بهرني ځواکونه په دغه سیمه کې پر ګزمه بوخت و، چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.

دی زیاتوي، په چاودنه کې ځاني مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د بهرنیو ځواکونو یو موټء زیانمن شوی دی.

بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دغه چاودنه کې پنځه امریکايي سرتېري وژأ شوي دي.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي