۰

سیګار:د افغان مېرمنو په اړه د امریکا پیسې بې ځایه لګېدلې دي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا سرپلټونکې اداره یا سیګار په یوه تازه راپور کې وايي، د افغان مېرمنو په اړه د امریکا پیسې بې ځایه لګېدلې دي.
سیګار:د افغان مېرمنو په اړه د امریکا پیسې بې ځایه لګېدلې دي
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا سرپلټونکې اداره یا سیګار په یوه تازه راپور کې وايي، د افغان مېرمنو په اړه د امریکا پیسې بې ځایه لګېدلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، په افغانستان کې د امریکا د مرستو هغه پروژه چې یوازې د ښځو د پیاوړي کولو پر چارو متمرکزه او په نړۍ کې تر ټولو ستر پروګرام بلل کېږي، ناکام ده او د امریکایي مالیې ورکوونکو پیسې بې ځایه لګېدلې.

دغه راپور چې نن پنشنبې د وږي ۲۲ مه خپور شوی د دغې پروژې د یوې مشخصې نتیجې په توګه پر ښو کارونو د ۵۵ افغان مېرمنو د ګومارلو یادونه شوې ده.

خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا نه ده څرګنده چې دا کار دې د همدې پروګرام له برکته شوی وي.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، «موږ داسې سم معلومات نه دي موندلي چې دغه پروګرام له کومې ښځې سره مرسته کړې وي.»

د سیګار په دې نوي راپور کې اندیښنه څرګنده شوې چې له پنځو کلونو راهیسې چې دغه پروژه پیل شوې، د مصرف شوېو ۸۹ میلیونه ډالرو په سلو کې ۱۸ یې د ټیکه دارانو درې امنیتي کمپنیو او له هېواده بهر اداري چارو ته بېلې شوي دي.

د دغې پروژې لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې یا «USAID»۲۸۰ میلیون ډالر ځانګړې او هدف یې دا وو چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او هم د ښځینو سوداګرو د پیاوړي کېدو ترڅنګ دوی دې ته وهڅوي په خپله سوداګریزې چارې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي