۰

سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو هلمند کې مخابراتي شبکې بندې کړې

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې پر ټولو مخابراتي شبکو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.
سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو هلمند کې مخابراتي شبکې بندې کړې
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې پر ټولو مخابراتي شبکو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان ویلي، حکومت په لوی لاس خپل حاکميت کمزوری ښيي، ځکه له يادو شبکو سره شوی قرارداد داسې نه دی چې په ټولو سيمو کې دې د طالبانو په امر فعاليتونه بند وي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، هلمند  والي تورن جنرال محمد یاسین خان د مخابراتو رييس او د خصوصي شبکو مسوولین يې ورغوښتي وو تر څو  په دغه برخه کې شوی قرارداد او معلومات ورسره شريک کړي.

بل خوا د يوې خصوصي مخابراتي شبکې يو تن مسوول د نوم نه اخيستو په شرط وویل، په دې اړه له طالبانو سره د دوی د مشرانو خبره شوې، شبکې هم د مرکز له خوا بندې شوې او دوی په کې واک نه لري.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي