افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس پر افغان سولې او په افغانستان کې پر ټاکنو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس له ولسمشر غني سره پر تیلیفون خبرې کړي دي.
دا خبرې پرون سه شنبې د وږي ۶ مه شوې او د ارګ په وینا دواړو خواو د افغانستان او جنوبي اسیال لپاره د ولسمشر ټرمپ د تګلارې، په افغانستان کې د سولې د بهیر او را روانو انتخاباتو په اړه خبرې کړي دي.
خپله ولسمشر غني هم په خپل ټویټر کې دا خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د ولسمشر ټرمپ مرستیال د افغان حکومت څخه ننګه کړې او له امنیتي ځواکونو سره یې د مرستو د دوام ژمنه بیا تازه کړه.
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل