۰

د افغانستان له پاره د داعش ډلې مشر و وژل شو

یکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
سیمه ییز چارواکي وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې مشر سعد ارهابي په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې و وژل شو.
د افغانستان له پاره د داعش ډلې مشر و وژل شو
سیمه ییز چارواکي وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې مشر سعد ارهابي په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، سعد ارهابي د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له ورکولو وروسته تېره شپه (د وږي ۳مه) په یاده سیمه کې د داعش پر مشر سعد ارهابي او ورسره وسله والو هوايي برید شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې په دغه برید کې د داعش مشر سعد ارهابي او ورسره لس نور داعشیان چې مهم کسان و وژل شوي دي.

خوږیانیو وايي، په دغه برید کې د داعش د د سپکو او درنو وسلو دوه قرارګاوې، مهمات او ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

د معلوماتو پر اساس سعد ارهابي اورکزۍ ایجنسۍ اصلي اوسیدونکو وو، چي د حسیب لوګري تر وژل کېدو وروسته د داعش ډلې له لورې د افغانستان لپاره د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي