۰

اروپايي ټولنه وايي له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي

پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
اروپايي ټولنې په ننګرهار ولایت کې وروستي خونړي برید ته په اشارې ویلي، چې دغه ټولنه په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.
اروپايي ټولنه وايي له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي
اروپايي ټولنې په ننګرهار ولایت کې وروستي خونړي برید ته په اشارې ویلي، چې دغه ټولنه په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، په جلال آباد ښار کې شوی برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د ټولو بشري او انساني قوانینو خلاف عمل بللی دی.

اورپايي ټولنې په دې خبرپانه کې د افغانستان سره د مرستو پر دوام ټنیګار کړی او ویې ویلي یې دي، چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

دغه ټولنې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې انساني ژوند ته درناوی ولري او د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي.

یادې ټولنې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی یوازې د خبرو له لارې د حل وړ دی او دغه ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

باید و ویل شي، چې وړمه ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د کډوالو چارو پر ریاست ډلیز ځانمرګی وسله وال برید وشو، چې په کې ۱۵ تنه ولسي وګړي و وژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي