۰

د انساني قاچاق په تور ۷۷ تنه محاکمه شوي دي

دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
له انساني قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون چارواکي وایي، تېر کال په افغانستان کې ۷۷ تنه د انساني قاچاق په تور محاکمه شوي دي.
د انساني قاچاق په تور ۷۷ تنه محاکمه شوي دي
له انساني قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون چارواکي وایي، تېر کال په افغانستان کې ۷۷ تنه د انساني قاچاق په تور محاکمه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون سکرتر مسؤول ناییف ریاضت نن دوشنبې د زمري ۸ مه کابل کې د انسان د قاچاق د مخینوي د نړیوالې ورځپاڼې په لمانځ غونده کې و ویل، چې په ۱۳۹۶ کال کې ۹۵ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو ۷۷ تنه یې د عدلي او قضايي اورګانونو له خوا محاکمه شوي چې ۳۳ تنو یې د اوږد بند سزا، ۸ تنه یې په متوسط بند، یو تن په لنډ مهالي بند او دوه تنه یې په اعدام محکوم شوي دي.

د هغه په وینا ۳۳ تنه محاکمه شوي قاچاقبرانو له محکمې څخه برائت تر لاسه کړی دی.

ریاضت و ویل، چې په تېر کال کې د انساني قاچاق ۱۰۶ شبکې د ملي امنیت له خوا او دغه راز ۱۲۶ شبکې د پولیسو له خوا له منځه وړل شوي دي.

دی وایي، چې د ۱۳۹۷ کال د لومړۍ څلورمې په اړه معلومات هم د راټولېدو په حال کې دي، چې ډېر ژر به د رسنیو سره شریک کړای شي.

هغه د انساني قاچاق سره د مبارزې د قانون تعدیل لاس ته روانه وبلله او ویې ویل، چې په دې قانون کې له انساني قاچاق کوونکو سره پر جدي مبارزې او له قرباني شویو کسانو سره په مرستې ټینګار شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې که څه هم په هېواد کې د انساني قاچاق د قربانیو کره شمېره نشته خو کمېسیون د هېواد په ۷ ولایتونو کې په دې اړه یوه څېړنه پیل کړې تر څو د قرباني شویو کسانو شمېره راټوله کړي.

باید و ویل شي، چې له انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون د عدلیې وزارت په ګدون د ۱۶ وزارتونو له استازو سره دوه کاله وړاندې جوړ شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي