۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او داعش هڅې وغندلې

سی شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش او طالبانو له خوا د ټاکنو د ګډوډولو هڅې په کلکه وغندلې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او داعش هڅې وغندلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش او طالبانو له خوا د ټاکنو د ګډوډولو هڅې په کلکه وغندلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په غوڅ اکثریت سره د طالبانو او داعش په شمول د ټولو هغو ډلو او اړونده ګروپونو ورانکاره هڅې غندي چې غواړي د افغانستان انتخابات ګډوډ کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیان کې د افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رول هم ستایل شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د داعش او طالبانو تاوتریخوالی غندلی چې د داعش له خوا په یوه ځانمرګي برید کې وړمه ورځ په کابل کې ۲۳ کسان ووژل شول او شپيته نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت داعش وسله والو پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي