شمال کې د افغان ځانګړو ځواکونو چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یوه نومول شوي ولسوال په ګډون ۶۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړې، په دغه ولسوالۍ کې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو ډلیز بریدونه وکړ، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت او ورته برید سره مخ شول.
د ځانګړو ځواکونو ویاند وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۶ ټپیان او دوه تنه هم نیول شوي دي.
د هغه په خبره په وژل شویو کسانو کې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري مطیع الله، د هغوی یو مشهور قوماندان بابه جان او دغه راز پنځه بهرني جنګیالي هم شامل دي.
که څه هم د ځانګړو ځواکونو ویاند د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړ، خو د خپل لوري او ولسي وګړو د زیان په اړه یې هېڅ ونه ویل.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل