۰

سرپل کې وسله والو یو نارینه او دوه ښځې وژلې دي

شنبی ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۴
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو ناورینه او دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.
سرپل کې وسله والو یو نارینه او دوه ښځې وژلې دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو ناورینه او دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وایي، دغه پېښه تېره شپه د سانچارک ولسوالۍ د تبر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې دغه کار وسله والو طالبانو کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو په یاده سیمه کې یو نارینه او دوه مېرمنې په ډزو وژلې او یوه بله مېرمن یې ټپي کړې ده.

دی وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې طالبانو دا کسان په څه تور وژلي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي