۰
اکرم خپلواک:

له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې راتلونکې اوونۍ پیلېږي/ افغان ولس به د سولې په برخه کې ډېر ژر لوی بدلون و ویني

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرام خپلواک وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې په راتلونکې اوونۍ پیل شي.
له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې راتلونکې اوونۍ پیلېږي/ افغان ولس به د سولې په برخه کې ډېر ژر لوی بدلون و ویني
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرام خپلواک وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې په راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خپلواک دغه څرګندونې نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۳ مه د ولسي جرګې په عمومي غونده کې وکړې.

نوموړی و ویل، چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د پیل له پاره ټول تدابیر نیول شوي او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه وجود نه لري.

د هغه وینا د سولې عالي شورا په دې اړه له طالبانو سره هم په اړیکه کې دي او تمه ده، چې هغوی هم مثبت ځواب و وايي او خپل صلاحیت لرونکي استازي را معرفي کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس زیاته کړه، چې طالبانو تر اوسه خپل صلاحیت لرونکي استازي نه دي معرفي کړي، خو هیله ده، چې معرفي یې کړي.

دا چې دا خبرې به چېرته تر سره شي، ښاغلي خپلواک یې په اړه معلومات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې ولس به په راتلونکې یوه میاشت کې د سولې په تړاو یو لوی بدلون هېواد کې و ویني.

 نوموړي زیاته کړه، چې د سولې د مخامخ خبرو، د باور فضا د رامنځ ته کولو او د سولې موافقې ته د رسېدو له پاره اوس هم هڅې او کارونه روان دي، او د دغه پروسې ټولې چارې افغاني او د افغانانو په مشرۍ دي.

ښاغلي خپلواک وايي، تر هغې وروسته چې له طالبانو سره د سولې په اړه خبرو کې پرمختګ وشي، نړیواله ټولنه به هم دې بهیر ته راګډه کړای شي او ترې وبه غوښتل شي، چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره څه مرسته کولای شي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو بهرنیو اړیکو رییس امین محمد رامین چې د سولې په تړاو د سیمې او نړۍ د هېوادونو راجذبول د دغه وزارت د کار په لومړیتوبونو کې دی.

نوموړي زیاته کړه، بهرنیو چارو وزارت توانېدلی، چې د سولې له پاره د زمینې برابرولو په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته کړي.

دغه راز هغه وايي وزارت پر دې هم توانېدلي، چې د سولې په برخه کې د امریکا او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو هېوادونو مرسته او ملاتړ هم راجلب کړي.

امین و ویل همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره هم په اړیکه کې دی او هغوی د همکارۍ د جلبولو په برخه کې یې هم ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي