د جرمنې کورنیو چارو وزیر استعفا کړې ده

11 سرطان 1397 ساعت 13:44

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ سي هوفير د کډوالو پر سر د اختلاف له امله د خپلې دندې څخه لاس په سر شوی دی.


د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورسټ سي هوفير د کډوالو پر سر د اختلاف له امله د خپلې دندې څخه لاس په سر شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، هوفیر د جرمنې د لومړۍ وزیر انګلا مېرکل سره د کډوالو د پالیسو په تړاو اختلافونه درلودل نو ځکه یې استعفا کړې ده.

هورسټ سي هوفیر نن دوشنبې وختي د خپل استعفا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې له لومړۍ وزېري انګلامېرکل سره ګوري.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې نوموړي تر اوسه دنده نه ده پرېښې او د ګوند ځینې مشران یې هڅه کوي، چې له دغه اقدام څخه یې راوګرځوي.

باید و ویل شي، چې  سي هوفیر د صدراعظمی مېرکل یو له سختو منتقدینو څخه دی او د کډوالو په اړه د سختې تګلارې د غوره کولو لپاره‌یې زیات فشار راوستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com