سید اکبر آغا:

طالبان اوربند غځوي خو که بهرني ځواکونه د وتلو مهال وېش اعلان کړي

4 سرطان 1397 ساعت 10:27

د طالبانو یو پخوانی چارواکي سید آکبر آغا وايي، طالبان د اوربند غځولو ته چمتو دی، خو که بهرني ځواکونه له افغانستان د وتلو مهال وېش وټاکي.


د طالبانو یو پخوانی چارواکي سید آکبر آغا وايي، طالبان د اوربند غځولو ته چمتو دی، خو که بهرني ځواکونه له افغانستان د وتلو مهال وېش وټاکي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون یک شنبې د چنګاښ ۳ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د اروبند په تړاو یې د طالبانو ګڼ مثبت پیغامونه تر لاسه کړي دي.

سیداکبرآغا زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له درې ورځني اوربند وروسته ګن شمېر طالبانو په خپلو پیغامونو کې ورته ویلي، چې که بهرني ځواکونه د وتلو مهالوېش اعلان کړي، دوی به هم اوربند وغځوي او د سولې مذاکرات به پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروزګان والي هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ګڼ شمېر طالبان سولې ته لېواله دي له دوی سره یې په اړیکو کې ویلي، چې که حکومت ورته امن سیمې او د کار زمینه برابره کړي، نو چمتو دي، چې وسلې پر ځمکه کېږدي او سوله وکړي.

له دې ورهاخوا په یو شمېر ولایتونو کې هم د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو او دغه راز د عام ولس له خوا هلې ځلې روانې دي، چې طالبانو ته د امن سیمو په ورکولو سره د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105584

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com