۰

خوست کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید شوی دی

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په خوست ولایت کې د رایې ورکولو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز وسله وال برید کړی دي.
خوست کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په خوست ولایت کې د رایې ورکولو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز وسله وال برید کړی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست د والي ویاند طالب منګل ویلي، دغه برید نن سهار(شنبې د غبرګولي ۵مه) د خوست ولایت د مندوزيو ولسوالۍ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې درې تنه وسله والو کسانو د د مندوزيو ولسوالۍ د سالم په کلي کې د نوم یکنې په یوه مرکز برید کړی، چې په ترڅ کې یې یو د ملي ادرو او یو پولیس سرتېری وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند وايي، وسله والو کسانو چادرۍ اغوستې وې او په یوه سراچه موټر کې راغلي و، چې تر برید وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي