۰

پکتیا کې د رایې د نوم لیکنې مرکز د موقعیت پر سر جګړه شوې

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۵
په پکتیا ولایت کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې د یوه مرکز د موقعیت پر سر د دوه قبیلو تر منځ شخړ شوې، چې له امله یې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیا کې د رایې د نوم لیکنې مرکز د موقعیت پر سر جګړه شوې
په پکتیا ولایت کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې د یوه مرکز د موقعیت پر سر د دوه قبیلو تر منځ شخړ شوې، چې له امله یې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ جمعه د غبرګولي څلورمه د پکتیا ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ د سټو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، شخړه د د ماماخېل او بادين خېل قبېلو ترمنځ د رایو له پاره د نوم لیکنې د یوه موکز د موقعیت پر سر رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده شخړ کې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی، چې په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د پکتیا د والي ویاند وايي، د پېښې عاملين تر اوسه نه دي نيول شوي او د پېښې د لا روښانتيا په خاطر يو درې کسيز پلاوی سيمې ته رسېدلی دی.

د پکتيا د ټاکنو ولايتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي هم د پېښې پخلی کړی خو وايي، دا شخړه د نوم ليکنې له مرکز د باندې شوې ده.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي