۰

دفاع وزارت غزني کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په غزني ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت غزني کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک په غزني ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوايي بریدونه د غزني په اندړو او ده یک ولسوالیو کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بریدونو کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
 
دفاع وزارت زیاتوي، چې په برید کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات له دوه عراده موټرسایکلونو سره یو ځای له منځه وړل شوي دي.

بل خوا دفاع وزارت د ننګرهار په هسکه مېنه او سرخرود ولسوالیو کې هم د طالبانو د یوه نظامي مسؤول په ګډون د دریو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت ویلي، چې وژل شوی نظامي طالب مسؤول ګل محمد سنګري نومېږي او ورسره یو بل طالب ټپي شوی هم دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي