د ناټو سر منشي:

افغانستان کې د سرتېرو ډېرول مو د جګړې ډګر ته د ګرځېدو په مانا نه دي

5 جوزا 1397 ساعت 12:02

ناټو وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر زیاتول د جګړیز ماموریت د بیا پیل له پاره نه بلکې افغان ځواکونو ته د زده کړې او مشورې ورکولو له پاره دي.


ناټو وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر زیاتول د جګړیز ماموریت د بیا پیل له پاره نه بلکې افغان ځواکونو ته د زده کړې او مشورې ورکولو له پاره دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان عمومي مشر ینس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو ځینو غړو هوډ کړی، چې خپل ځواکونه په افغانستان کې زیات کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو سرتېرو زیاتول له وړاندې د ځینو غړو هېوادونو له خوا نیول شوي وو او اوس په لومړي سر کې جرمني او برېتانیا د خپلو سرتېرو د زیاتونو اعلان کړی دی.

د هغه په وینا د دوی موخه یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو د وړتیا لوړول او د ترهګرۍ له منځه وړل دي.

سټولټنبرګ ویلي، چې دا مهال افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی اما په وینا یې د افغان ځواکونو حرفه يي والی چې د هېواد د امنیت ساتنې جوګه دي، د ډاډ وړ دي.

باید و ویل شي، چې دا مهال په افغانستان کې د جرمني ۹۸۰ او د برېتانیا ۶۰۰ سرتېري مېشت دي، خو په تازه برېتانیا پرېکړه کړې، چې ۴۰ نور سرتېري به هم افغانستان ته لېږي او د جرمني دفاع وزیر بیا اعلان کړی، چې دوی به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۱۳۰۰ ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104640

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com