۰

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوم لیکنه پیل شوه

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټول هېواد په کچه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانونو له پاره نوماندان کولای شي د خپلې نوماندۍ له پاره نوم لیکنه وکړي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوم لیکنه پیل شوه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټول هېواد په کچه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانونو له پاره نوماندان کولای شي د خپلې نوماندۍ له پاره نوم لیکنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوم لیکنه نن شنبې د غبرګولي ۵ مه رسمآ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا اعلان او همدا نن پیل شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په یوه خبري ناسته کړې و ویل، چې د نوماندانو د نومونو د ثبت پروسه رسما پرانیستل شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې سر له همدا نن څخه نوماندان کولای شي په ټولو ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دفترونو د نوملیکنې پاڼې ترلاسه کړي.

ښاغلي صیاد په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې تر دې دمه تر ۳ میلیونه او دوه سوه زره ډېرو رایې ورکوونکو نوملیکنه کړې ده او د نوملیکنې بهیر په چټکۍ سره پر مخ روان دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسون رییس دغه راز زیاته کړه، چې هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده او په ولایتونو کې حوزې نه جوړېږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړي، چې کمېسیون شفافو ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې به هېچا ته د لاس وهنې زمینه برابره نه کړي.

دی وايي، په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي او هېڅوک نه شي کولی په درغلۍ ولسي جرګې یا ولسوالیو شوراګانو ته لاره پیدا کړي.

صیاد د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د فشارونو د موجودیت خبره رد کړه او په وینا یې کمېسیون په خپلو پرېکړو او چارو کې خپلواک دی.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې دې له دوی سره مرسته وکړي او په چارو کې یې دې مداخله و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي