۰

سعودي او روسیه غواړي د تېلو بیه راټیټه کړي

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
سعودي عربستان او روسیه هڅه کوي، چې د تېلو د تولیداتو په زیاتو سره د دغه سون توکو بیې کنټرول او راټیټې کړي.
سعودي او روسیه غواړي د تېلو بیه راټیټه کړي
سعودي عربستان او روسیه هڅه کوي، چې د تېلو د تولیداتو په زیاتو سره د دغه سون توکو بیې کنټرول او راټیټې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعودي او روسیې د دغه کار د ترسره کولو اعلان پرون جمعه د غبرګولي ۴ مه کړی او ویلي یې دي، چې کېدای شي په را روانه جون میاشت کې د تېلو تولید زیات شي.

د سعودي د نفتو وزیر خالد الفلاح په روسیه کې په یوه اقتصادي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، د همدې کال په نیمایي کې به د نفتو د تولید زیاتوالی په دې برخه کې وېرې له منځه یوسي.

دغه راز د روسیې د تېلو وزیر هم ویلي، چې په دې برخه کې د ځینو محدودیتونو په له منځه وړلو سره سلا شوي دي چې په دې خبرو سره سم دستي د تېلو بیې درې سلنه راټيټې شوې.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي مسکو غواړي د خامو نفتو د هرې بوشکې بیه چې اوس ۸۰ ډالره ده ۶۰ ډالرو ته را ښکته شي.

باید و وی شي، چې روسیه او سعودي عربستان د پردې تر شا د اوپک او نورو سازمانونو اصلي لوبغاړي دي، چې له ۲۰۱۷ کال را پدېخوا یې د نفتو تولید محدود کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي