۰

پاکستان له ترکیې نه جنګي چورلکې پېري

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۲
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې اسلام آباد له ترکیې څخه د ۳۰ (T29) جنګي چورلکو د اخستلو تړون له دغه هېواد سره لاسلیک کړی دی.
پاکستان له ترکیې نه جنګي چورلکې پېري
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې اسلام آباد له ترکیې څخه د ۳۰ (T29) جنګي چورلکو د اخستلو تړون له دغه هېواد سره لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزیر رانا تنویز حسین د تېر میلادي کال په وروستیو کې ویلي، چې و، چې هېواد یې له ترکیې د ۳۰ جنګي او بریدکوونکو چورلکو او دغه راز د څلورو سمندري بېړیو د پېر اراده لري.

دغه چورلکې د ښې وړتیا او ملي امکاناتو له مخې د ترکیې د هوايي صنایع له خوا د ترکیې د پوځ د اړتیاو پوره کولو او دغه راز صادراتو له پاره جوړې شوې دي.

دغه چورلکو د کورنیو تولیداتو په برخه کې هم ځای لري او همدا وړتیا یې سبب شوې، چې د صادراتو تر مرحلې پورې ورسېږي.

راپورونه وايي، چې د دغه چورلکو په اخستو سره به د انقرې او اسلام آباد تر منځ د همکاري دوه اړخیزه اړیکې نورې هم پراخې شي.

باید و ویل شي، چې د دغه چورلکو ځانګړې وړتیا د جګړې په ډګر کې هر اړخیزه او فوق العاد عملیات ښودل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي