د برېتانیا دفاع وزیر:

د افغان سولې له پاره دې برېتانیا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

3 جوزا 1397 ساعت 12:36

د برېتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن ویلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له پاره برېتانیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.


د برېتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن ویلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له پاره برېتانیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې ویلیمسن دغه څرګندونې د بریتانیا د پارلمان په دفاعي کمېټه کړې دي.

سرچینې د نوموړي له قوله زیاته کړې، باید د افغانستان د مسلې دایمي حللار ولټول شي او ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته کښېنول شي.

د بریتانیا دفاع وزیر د افغانستان د حکومت د دې دریځ ملاتړ هم کړی، چې غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او زیاته کړې یې ده، چې باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ثبات له پاره برېتانیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

راپور کې دا هم ویلي، دفاع وزیر د برېتانیا له لومړی وزیرې تیرزا مې غوښتي، چې افغانستان ته د ۴۵۰ نورو بریتانیايي پوځیانو له لېږلو سره موافقه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com