۰

امریکا په چین کې خپلو سفارتي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۷
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چین کې خپلو ديپلوماتانو او کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې که د سترګو په نظر او غږ په اورېدو کې ستونزه احساس کړه ژر دې چارواکي خبر کړي.
امریکا په چین کې خپلو سفارتي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په چین کې خپلو ديپلوماتانو او کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې که د سترګو په نظر او غږ په اورېدو کې ستونزه احساس کړه ژر دې چارواکي خبر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په پیکینګ او نور ایالتونو کې امریکايي دیپلوماتانو او کارکوونکو ته دا خبردارۍ وروسته له هغې ورکړل شوی، چې ویل کېږي د چین په ګوانګ ژو ښار کې د امریکا د کونسلګرۍ په یوه کارکوونکي کې د مرموزې ناروغۍ نښې موندل شوې دي.

په پیکینګ کې د امریکا د سفارت یوه ویاند ویلي چې د ګوانګ ژو د کونسلګرۍ کارکوونکي ته مغزي سکته پېښه شوې ده خو سکته یې شدیده نه ده.

سرچینې زیاته کړې د داسې ناروغۍ په دلیل نه پوهېږي او په دې باب معلومات نه لري چې دا ډول ناروغي د چین په کومه بله برخه کې شته یا لیدل شوې او که نه ده.

تر دغه پېښې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو ديپلوماتانو او کارکوونکو ته ویلي، چې د سترګو په نظر یا د غوږو په اورېدو کې ستونزه احساس کړه، ژر دې چارواکي خبر کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې د چین ګوانګ ژو ښار ته یې روغتیايي ډله لېږلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي