۰
پروان کې:

یو ځوان د خپل تره د لور د نه ورکړې په بدل کې درې تنه وژلي دي

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۳
پروان ولایت کې یو ځوان د خپل تره د لور د نه ورکړې په بدل کې د هغه پر کورنۍ ډزې کړې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
یو ځوان د خپل تره د لور د نه ورکړې په بدل کې درې تنه وژلي دي
پروان ولایت کې یو ځوان د خپل تره د لور د نه ورکړې په بدل کې د هغه پر کورنۍ ډزې کړې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزی وايي، دغه پېښه تېره (د چهارشنبې شپه د غبرګولي ۲مه) د پروان ولایت مرکز اړوند د دولانه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

قوماندان مموزي جمهور خبري آژانس ته و ویل،« په یاده سیمې کې یو ځوان د خپلې تره لور سره د ګوژدې کولو په موخه د هغوی کور ته ورغلی، خو کله یې چې د تره د کورنۍ له خوا د نه ځواب تر لاسه کړی نو پر هغوی یې ناتار ډزې کړې دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ځوان په ډزو کې د هغه د کاکا د کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د قوماندان مموږي په خبره برید کوونکی د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی، خو پولیسو یې د نیولو او قانون ته د سپارلو له پاره هڅې پیل کړې دي.

د پروان د دولتي روغتون مشر عبدالقاسم سنګین هم وايي، چې دوی ته د پېښې له ځایه دوه مړي او درې ټپیان وروړل شوي دي، چې په مړو کې یو ماشوم او یو ځوان دي او په ټپیانو کې بیا یو ځوانه نجلۍ، یوه ښځنه او یو نارینه شامل دی.

دا پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال فرهاد هاشمي وايي، په دې وروستیو کې په دې ولایت کې جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

د هغه په وینا یوازې په تېره یوه میاشت په پروان ولایت کې ۵۰ جنايي پېښې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي