۰
۲۰۳ تندر قول اردو:

غزني کې ۴۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
پوځي چارواکي وايي، د غزني ولایت پر اجرستان ولسوالي د وسله والو طالبانو د برید په ځواب کې افغان پوځ د وسله والو پر مواضعو درانه توپچي بریدونه کړي دي.
غزني کې ۴۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
پوځي چارواکي وايي، د غزني ولایت پر اجرستان ولسوالي د وسله والو طالبانو د برید په ځواب کې افغان پوځ د وسله والو پر مواضعو درانه توپچي بریدونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سوېل ختېځ کې د ۲۰۳ تندرقول اردو ویلي، چې د افغان پوځ جز و تامونو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت د اجرستان، ده یک او ګیلان ولسوالیو په اړونده سیمو کې د پیاده او توپچی ځواکونو پر مټ د شاهین یو په نوم ګډ چاڼیزعملیات پیل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي، ۱۵ تنه نور ټپیان او دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني د اجرستان ولسوالۍ امنیه قوماندان ویلي، طالبانو پر دغه ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ۱۵ امنیتي سرتېري نیولي او له ځان سره یې وړي، چې اوس یې د خلاصون هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي