۰

غزني کې د سلطان شهاب الدین غوري لېسې ته اور اچول شوی

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۱
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سلطان شهاب الدین غوري ښوونځي ته اور اچولی دی.
غزني کې د سلطان شهاب الدین غوري لېسې ته اور اچول شوی
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سلطان شهاب الدین غوري ښوونځي ته اور اچولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل پر خپله فسبوک پاڼه لیکي، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي لیکلي، چې نامعلومه وسله والو کسانو دغه ښوونځي ته اور ورته کړی، خو وړاندې تر دې چې ټول ښوونځي وسوځي د سیمې خلک پرې خبر شوي او اور یې مړ کړی دی.

حقمل زیاته کړې، چې په اورلګېدنه کې یوازې د سلطان شهاب الدین غوري د لېسې د تدریسي ودانۍ یوه برخه سوځېدلې او نور ژغورل شوی دی.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي