۰

ولسي جرګه له ناامنیو اندېښمنه ده او بیا امنیتي چارواکي ورغواړي

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۰
ولسي جرګې له وروستیو ناامنیو او په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د فعالیت له زیاتېدو جدي اندېښنه وشوده او وایي امنیتي چارواکي به یو ځل بیا د پوښتنو له پاره جرګې ته وروغواړي.
ولسي جرګه له ناامنیو اندېښمنه ده او بیا امنیتي چارواکي ورغواړي
ولسي جرګې له وروستیو ناامنیو او په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د فعالیت له زیاتېدو جدي اندېښنه وښوده او وایي امنیتي چارواکي به یو ځل بیا د پوښتنو له پاره جرګې ته ور وغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن چهارشنبې د غبرګولي ۲ مې غونډه تر ډېره امنیتي حالت ته ځانګړې شوې، چې په کې د غزني، فاریاب، سرپل، جوزجان او قندوز ولایتونو د امنیتی وضیت په اړه وکیلانو جدي اندېښنه وښوده.

په جرګه کې د غزني استازي شاه ګل رضايي و ویل، چې د غزني امنیتي حالت بحراني دی او ولسوالۍ هره ورځ د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس کېږي.

نوموړې زیاته کړه، چې د اجرستان، جغتو او ده یک ولسوالیو تر سقوط وروسته اوس د دغه ولایت اندړ، قرباغ او زنخان ولسوالۍ هم تر امنیتي ګواښ لاندې دي.

هغې و ویل، چې په دې ولایت کې امنیتي سرتېري په وږې ګېډه او پر له تنخوا او امتیازاتو له خلک او د افغانستان له ملي ګټو دفاع کوي، خو لوړ پوړي چارواکي ورته کمک نه شي رسولی.

مېرمن رضايي زیاته کړه، چې د غزني د امنیت وضعیت په تړاو یې څو ځلې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست سره موضوع شریکه کړې او مرسته یې ترې غوښتې خو په وینا یې هغوی دغه ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې.

له دې پرته په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازو د غزني د امنیتی وضعیت په اړه په یوه ځانګړې خبري غونډه کې هم اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د دغه ولایت څو ولسوالۍ د سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

دوی په دې خبري غونده کې پر لوړ پوړو حکومتي چارواکو غږ وکړ، چې د غزني د خلکو مرستې ته ورودانګي که نه په دغه ولایت کې به خونړۍ پېښې رامنځ ته شي، چې مسؤولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازو هم د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې څو ولسوالۍ د وسله والوطالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.

د فاریاب استازي ګل محمد پهلوان په غونډه کې و ویل، چې همدا اوس د فاریاب ولایت قره قل ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده، چې حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

دغه راز د یاد ولایت یوې بلې استازې رنګینې کارګر و ویل، چې که د فاریاب امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه ونشي نو په دې ولایت کې به هم د قندوز په شان فاجعه رامنځ ته شي.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم د وکیلانو په څېر له روان امنیتي وضعیت څخه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د جرګې د کمېسیونو د ریسانو کمېتې پرېکړه کړې، چې راتلونکې دوشنبې د غبرګولي۷ مه امنیتي چارواکي استجواب کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې امنیتي چارواکي اړ دي، چې د جرګې د غړو اندېښنو او پوښتنو ته ځوابونه و وايي.
باید و ویل شي، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا درېیم ځل دی، چې ولسي جرګه د دفاع او کورنیو چارو وزیران او دغه راز د ملي امنیت رییس استجوابوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي