۰
د سولې عالي شورا:

هېڅ هېواد د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه شي کولای

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
د سولې عالي شورا د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي څرګندونو ته په ځواب کې وايي، هېڅ هېواد د افغانستان په استازیتوب نه شي کولای له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وکړي.
هېڅ هېواد د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه شي کولای
د سولې عالي شورا د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي څرګندونو ته په ځواب کې وايي، هېڅ هېواد د افغانستان په استازیتوب نه شي کولای له طالبانو سره د سولې خبرې اترې وکړي.

د سولې عالي شورا چارواکي زیاتوي، چې افغانستان د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو د مرستې او همکارۍ هرکلي کوي، خو له طالبانو سره د هېڅ یوه هېواد خبرې مستقمآ ورته د منلو نه دي.

یاده شورا پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا ته په افغانستان کې دوه لارې ورپاتې دی، یا به له طالبانو سره سوله کوي او یا به هم بې پایله او خونړي جګړې ته ادامه ورکوي.

نوموړي ټڼیګار کړی و، چې امریکا باید نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرې وکړي، کنه جګړې ته دې ځان ټینګ کړي.

خو د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري په یوه مرکه کې جمهور خبري آژانس ته و ویل«کله چې په یوه هېواد کې نظام حاکم وي، څه اړتیا ده، چې مخالفین یې له کوم بل بهرني هېواد سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.»

نوموړي و ویلو چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه د کابل او تاشکند په کنفرانسونو کې د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او روسیې له خوا هرکلی او د افغان دولت په مشرۍ د سولې له خبرو اترو ملاتړ وشو.

د سولې عالی شورا ویاند ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې خبرې اترې باید د افغان دولت په مشرۍ وي او هر هغه هېواد چې د افغانستان د سولې په اړه د افغان حکومت د مخالفینو سره د سولې خبرې کوي، له ټولو داخلي او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي